plaموږ هره ورځ د سودا د لیږدولو لپاره پلاستیکي کڅوړې کاروو. ایا کله مو دپلاستیکي کڅوړو دزیانونو په اړه فکر کړی دی؟ دپلاستیکي کڅوړو له منځه تلل تر زروکلونو وخت نیسي ترڅو په خاوره کې منحل شي نو له همدې امله په چاپیریال کې تر ډیرو کلونو پاتې کیږي او د چاپیریال د ککړتیا او د روغتیا د زیانمن کیدو سبب کیږي. سربیره پردې چې پلاستیکي کڅوړې تر استعمال وروسته په چاپیریال کې خپریږي او د ککړتیا سبب کیږي، په چاپیریال کې يي پاتې کیدنه د ژوندیو ژويو، نباتاتو او حتی انسانانو روغتیا ته زیان رسوي. په خاوره کې د پلاستیک اوږدمهالی پاتې کیدنه نباتاتو د مغذي موادو د رسیدو مخنیوی کوي او همداراز کیدای شي اهلي څاروي يي وخوري چې بیا ددوې په معده کې پاتې کیږي او دهغوې د خوړو د هضم او جذب مخنیوی کوي. همداراز که پاخه شوي خواړه (لکه ګرمه ډوډۍ) په پلاستیکي کڅوړو کې واچول شي ددې احتمال شته چې له پلاستیک څخه ورته مضر ګازونه ورشي او دخوړو کیفیت خراب کړي او زیانمن يي کړي. دا ډول خواړه په ځانګړي ډول کوچنیانو ته ډیر خطرناک وي. د پلاستیک سوځول هم دهوا د ککړتیا سبب کیږي. څیړنې ښيي چې د پلاستیک دود د زړه د ناروغیو خطر زیاتوي تنفسي ناروغۍ لکه سابندي سختوي او د پوستکي دسوروالي، زړه بدوالي او سردرد سبب کیږي. همداراز ښايي د عصبي سیستم، پښتورګو، څګر او حتی دنتاسلي سیستم دزیان سبب شي.

باید څه وکړو؟

  • دپلاستیکي کڅوړو کارول کم کړئ
  • دپلاستیک پرځای د ټوکري کڅوړو څخه کار واخلئ
  • پلاستیک مه سوځوئ